د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډه او پر افغانستان بحث
![د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډه او پر افغانستان بحث](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-e6a7-08dc6851d67e_tv_w800_h450.jpg)
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندیشه وایي چې دغې شورا ته به د افغانستان د وضعیت هر اړخیز راپور وړاندې شي.
اندیشه له دې غونډې د مخه ازادي راډیو ته وویل چې د دغه راپور په جوړولو کې د ټولو افغانانو هر اړخیز حقونه په پام کې نیول شوي .