عراق کې چاودنې د کردانو د پېشمرګه ملېشه ځواک پنځه غړي ووژل
![عراق کې چاودنې د کردانو د پېشمرګه ملېشه ځواک پنځه غړي ووژل](https://gdb.rferl.org/3BA0DAB9-4F7E-4FBB-B823-5D6A84049D40_cx19_cy22_cw65_w800_h450.jpg)
د عراق په شمال کې د کردانو د پېشمرګه ملېشه ځواک پنځه غړي د سړک غاړې بمب په چاودنه کې ووژل شول.
حمله پرون ناوخته د عراقي کردانو د کورواکې سیمې په ګارمیان ولسوالۍ کې شوې ده چې تر حملې وروسته وسلهوالو د پېشمرګه ځواک پر یوه پوسته حمله وکړه او څلور ملېشه پوځیانیې هلته ټپیان کړل.
که څه هم چارواکي وايي دا حمله داعش ډلې کړې، خو د پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نهدی منلی.
له کله چې عراق په ۲۰۱۷م کال کې د داعش ډلې د ماتې اعلان وکړ، د پېشمرګه ملېشهوو په ګډون د عراق پر امنیتي ځواکونو دا ډول حملې زیاتې شوې دي.