یوناما: بلخ کې د ښځو د بېلابېلو ډلو د استازو زړورتیا ستایو
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا 'یوناما' وايي، د دې ادارې مرستیالې میتي کنوډسن (Mette Knudsen) په بلخ ولایت کې د ښځو له بېلابېلو استازو سره په کتنه کې د دوی زړورتیا وستایله.
یوناما پرون ناوخته په یو لړ ټویټونو کې ویلي، مېرمن کنوډسن په دې کتنه کې څرګنده کړې چې هر افغان د خپلې وړتیا د څرګندولو حق لري.
د یوناما په حواله، د یوناما مرستیالې په بلخ ولایت کې د طالبانو له والي مولوي قدرت الله حمزه سره په کتنه کې د بلخ د اوسېدونکو پر اړتیاوو هم خبرې وکړې.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن چهارشنبه د افغانستان په باب خبرې وکړي.