د کرکټ نړیوال جام؛ د افغانستان او پاکستان سیالي
![د کرکټ نړیوال جام؛ د افغانستان او پاکستان سیالي](https://gdb.rferl.org/0261271f-f534-40cd-b33d-cb31cea5373c_tv_w800_h450.jpg)
د کرکټ د شلو اورونو نړیوال جام د سیالیو په لړ کې د افغانستان او پاکستان لوبډلې په خپلو کې مسابقه کوي.
پاکستان د هند او نیوزیلنډ په ماتولو سره اوس د دویم ګروپ د جدول په سر کې دی، افغانستان تر پاکستان وروسته د سکاټلنډ په وړاندې په یوې بریا سره په دویم کتار کې راځي. تمه کېږي چې په افغانستان او پاکستان کې په ملیونونو کسان د دواړو هېوادونو د کرکټ مسابقه وګوري. له ازادۍ رادیو صفي الله ستانکزي او امید مرزبان، دغه راز له مشال راډیو اسرار عالم مومند په نړیوال جام کې د افغانستان او پاکستان د مسابقې په اړه بحث کړی دی.