لندن د بریتانوي سرتیرو له لوري د ۲۸۹ افغان ملکيانو د وژلو تاوان ورکړی
د بریتانیا د رسمي ارقامو پر اساس، د دغه هېواد حکومت په افغانستان کې د بریتانیايي پوځیانو له لوري د ۲۸۹ ملکي وګړو د وژلو تاوان ورکړی دی.
د بریتانیا د دفاع وزارت اسناد ښيي چې په وژل شوېو کسانو کې ۱۶ ماشومان هم شامل دي.
په سند کې دا هم راغلي چې د بریتانیا پوځ ټولټال ۶ لکه ۸۸ زره پونډه تاوان ورکړی چې په متوسط ډول د هر قرباني په سر ۲ زره ۳۸۰ پونډه کېږي.
ویل شوي چې دا کسان د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ وژل شوي دي.
په یاده موده کې اکثره بریتانیايي پوځیان په هلمند ولایت کې مېشت وو او د دوی له لوري اکثره ملکي وګړي هم په هلمند کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
همدا راز د بریتانیا پوځ ۲۴۰ تنو ټپیانو ته ۳ لکه ۹۷ زره پونډه تاوان ورکړی چې په متوسط ډول هر ټپي ته یو زرو ۶۵۴ پونډه رسېدلي دي.