کرملېن: د طالبانو په تړاو له پرېکړې مخکې د دې ډلې عمل ته انتظار کوو
![کرملېن: د طالبانو په تړاو له پرېکړې مخکې د دې ډلې عمل ته انتظار کوو](https://gdb.rferl.org/4c88f19a-103c-4db2-8cdd-18a72a716bec_w800_h450.jpg)
کرملېن وايي د طالبانو په تړاو له پرېکړې مخکې انتظار کوي چې دا ډله څه ډول عمل کوي.
د کرملېن ویاند دمیتري پېسکوف نن په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دوی به د قانون او نظم په رامنځته کولو کې د طالبانو راتلونکي ګامونه، د خلکو مصونیت او د روسي ډیپلوماتانو د امنیت مسئله له نږدې وڅاري.
هغه زیاته کړه چې روسیه په افغانستان کې سولې او ثبات ته لېواله ده او احتمال لري چې له متحده ایالاتو سره د هر هغه مسئلې په اړه خبرو ته دوام ورکړي چې راپورته کېږي.
روسیې مخکې هم څو ځله د طالبانو له استازو سره د خبرو کوربهتوب کړی دی.