د جرمني صدراعظمه له ولادیمیر پوتین سره د خبرو لپاره مسکو ته ځي
![د جرمني صدراعظمه له ولادیمیر پوتین سره د خبرو لپاره مسکو ته ځي](https://gdb.rferl.org/C0486B53-4BBA-4760-A5C1-68C3EDD6EBD6_w800_h450.jpg)
د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خبرو لپاره راروانه جمعه مسکو ته لاړه شي.
جرمني او روسیې دغه اعلان نن وکړ.
د مېرکل دفتر تر دې مخکې اعلان کړی و چې صدراعظمه به د اګسټ میاشتې پر ۲۲مه د اوکراین پلازمېنې کیف ته هم لاړه شي.
دا به د ۲۰۲۰ م کال له جنورۍ میاشتې لومړی وار وي چې مېرکل د روسیې پلازمېنې مسکو ته سفر کوي.
کرملېن په یوه اعلامیه کې ویلي: "دواړه لوري به په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر لیدلوري او د اړیکو پر اوسني وضعیت بحث وکړي."