افغان لوبغاړي د تکواندو په اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره چمتو دي
![افغان لوبغاړي د تکواندو په اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره چمتو دي](https://gdb.rferl.org/9FD4ADFF-C573-45A4-AC5D-4632AFE6879D_cx0_cy28_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان د تکواندو فدارسیون د تکواندو په اسیايي سیالیو کې د ګډون لپاره د افغان ملي لوبډلې د ګډون لپاره د چمتوالي خبر ورکوي.
د دغه فدارسیون رئیس نجیب الله سکندري نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ تر راتلونکو لسو ورځو پورې په لبنان کې پیلېږي.
د ښاغلي سکندري په خبره، دم ګړۍ افغان لوبغاړي په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره چمتوالی نیسي.
د نوموړي په وینا په دغو سیالیو کې د افغان ملي لوبډلې ښځینه او نارینه لوبغاړي او دغه شان د پارا تکواندو لوبغاړي هم ګډون وکړي.
د تکواندو اسیايي سیالۍ له هرو دوو کلونو وروسته ترسره کېږي چې د افغان چارواکو په وینا له دې وړاندې په کې افغان لوبغاړو ښې لاسته راوړنې درلودې.