ناټو: له افغانستانه د ځواکونو ایستل به د مې له لومړۍ نېټې پیل کړو
![ناټو: له افغانستانه د ځواکونو ایستل به د مې له لومړۍ نېټې پیل کړو](https://gdb.rferl.org/baf90b28-2266-4424-ba0d-e135ea1006e6_w800_h450.jpg)
ناټو اعلان کړی چې له افغانستانه د غوڅ ملاتړ مأموریت د ځواکونو ایستل به د مې په لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر په ۱۱مه نېټه بشپړ کړي.
دا اعلان په هغه اعلامیه کې شوی چې ناټو تېره شپه خپره کړه.
پرون له دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر به د سږني کال د مې په لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر په ۱۱مه نېټه بشپړ شي.
ناټو هم په خپله اعلامیه کې طالبانو ته د بایډن خبرداری تکرار کړی او ویلي یې دي چې که طالبان د دې ټلوالې پر سرتېرو د وتلو پر مهال برید وکړي، نو ځواب بهیې د ځواک په کارولو ورکړي.
اعلامیه زیاتوي چې ناټو او شریکان بهیې د افغانستان، افغانانو، د دې هېواد د اساسي قانون او د امنیت او د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو د خوندي کولو په هدف د افغانستان د بنسټونو ملاتړ ته دوام ورکړي.