د بخښنې سازمان: فیفا دې پر قطر د مهاجر کارګرو د حقوقو ښه کولو لپاره فشار راوړي
د بخښنې نړیوال سازمان امنېستي انټرنشنل د فوتبال له نړیوال فدراسیون، فیفا غوښتي چې د ۲۰۲۲ کال د فوتبال د نړیوال جام لوبو پر کوربه هېواد، قطر فشار راوړي چې په دې هېواد کې د مهاجر کارګرو د کار حقوق ښه کړي.
د بخښنې نړیوال سازمان نن په یوه بیان کې ویلي چې که څه هم قطر له هغې وروسته چې د فوتبال د نړیوال جام کوربهتوب یې خپل کړی، په وروستیو کلونو کې د کار د شرایطو د ښه کولو لپاره یو لړ مثبت اصلاحات راوستي، خو اکثره دغه اصلاحات سم نهعملي کېږي او له زرګونو مهاجر کارګرو څخه ناوړه استفاده او ورسره بد چلند دوام لري.
په هغه څلور مخیز لیک کې چې امنېستي انټرنشنل د فیفا مشر ګیاني انفانتینو ته استولی، د فوتبال له نړیوال فدراسیون څخه غوښتل شوي چې جدي او کوټلي اقدامات دې وکړي ترڅو دا مسئله یقیني شي چې د فوتبال دغه سیالۍ په قطر کې د ټولو مهاجر کارګرو لپاره یوه مثبته او تلپاتې پایله له ځان سره ولري.
امنېستي انټرنشنل ويلي چې د فوتبال د نړیوالو سیالیو د تنظیموونکي په توګه فیفا مسؤلیت لري چې دا مسئله یقیني کړي چې د دغو لوبو د تیاریو او همیې د ترسره کولو پر مهال د بشري حقونو درناوی کېږي.
قطر زښت زیات د اسیایي او افریقایي هېوادونو په شاوخوا دوو ملیون کارګرو پورې تړلی دی چې دا د دې هېواد د ټول کاري ځواک په سلو کې ۹۵ جوړوي.
دغه کډوال کارګر د فوتبال د نړیوال جام لوبو لپاره د سټډیومونو، سړکونو او عامه ټرانسپورټ په ګډون په بنسټیزو سترو پروژو کې لویه ونډه لري. دغه کارګر به همدا شان د دغو لوبو له پیلېدو سره د خدمتونو په وړاندې کولو کې هم کلیدي ونډه لري.
قطر چې د تېلو بډایه زېرمې لري، په وروستیو کلونو کې د کار د شرایطو د ښه کولو لپاره یو لړ اصلاحات وروسته له هغې عملي کړل چې نړیوالو په دې هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت څارنې ته جدي پام واړاوه. دا وروسته له هغې چې د بشري حقونو ډلو وموندله چې د مهاجر کارګرو په وړاندې ناوړه چلند او له هغوی څخه ناوړه استفاده کېږي.
د اصلاحاتو د یوه قانون له مخې د مارچ له ۲۰مې وروسته میاشتنۍ تنخوا به له ۲۷۵ ډالرو کمه نهوي. دغهراز د کارونو مالکان به مکلف وي چې کارګرو ته ډوډۍ او سرپناه برابره کړي یا یې معادل پیسې ورکړي.
قطر دغهراز د ۲۰۱۹ کال په اکټوبر کې د کفاله په نوم هغه جنجالي سیستم هم لغوه کړ چې د نورو شرطونو ترڅنګ یو کارګر د خپل مالک له خوښې پرته له هېواده نهشوی وتلی او نهیې هم خپل کار بدلولی شوی.
امنېستي انټرنشنل ویلي که څه هم په قانون کې دغه نوي بدلونونه له دې سره مرسته کوي چې یو کارګر په اسانۍ له خپلو مالکانو چې ورڅخه ناوړه استفاده کوي ځان خلاص کړي، خو هغه په خپل وار بد چلند ډېر نهشي کمولای.
امنېستي انټرنشنل په قطر کې د کارګرو د حقونو د ښه کېدو لپاره دغه غوښتنه داسې مهال کوي چې بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې د روان کال په پیل کې راپور ورکړ چې په قطر کې له ۲۰۱۰ کال، له هغه مهاله چې دې هېواد د ۲۰۲۲ کال د فوتبال د نړیوال جام لوبو کوربهتوب خپل کړی، د هند، پاکستان، نیپال، بنګلهدېش او سریلانکا ۶،۵۰۰ مهاجر کارګر په دې هېواد کې مړه شوي دي.