بدخشان کې د سل کیلوګرامو نشه يي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
په بدخشان ولایت کې د څه د پاسه سل کیلوګراموه نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیول شوه.
د بدخشان ولایت امنیه قوماندان محمد صادق مرادي ازادي راډیو ته وویل، پولیسو ۱۴۰ کیلوګرامه چرس ونیول چې له بهارک ولسوالیه یې په یوه بار وړونکي موټر کې د وردوج ولسوالۍ له لارې له هېواده بهر قاچاق کول.
د موټروان په ګډون دوه کسان هم د دې موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.