د طالبانو امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت وروستیو غوښتنو غبرګونونه راپارولي
داسې مهال چې وروستیو کې د طالبانو امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت ځینو توصیهلیکونو کې له خلکو ځینې غوښتنې مطرح کړي، خو ځیني وايي دا یوه شخصي مسئله ده او په دې اړه واک هم باید له خلکو سره وي. په یوه تازه خپره شوې وېډیو کې په کابل کې د طالبانو حکومت یو عسکر د یوه روغتون پورې اړوند موټر درولی او موټر چلوونکي تهیې وايي، په موټر کې د ناستو ښځو مخونه باید لوڅ نهوي، دا هغه خبره ده چې وروستیو کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت د یوه توصیې په ډول موټر چلوونکو ته کړې. دا وېډیو په همدې موټر کې ناستې یوې ډاکترې ثبت کړې. Читать дальше...