یورواېشیا نټ: داعش جنوبي اسیا کې پر هغو ډلو بریدونه زیات کړي چې چین سره اړیکې لري
یورواېشیا نټ یورواېشیا نټ خپرونه لیکي د اګسټ له ۱۵مې وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، داعش په جنوبي اسیا کې پر هغو ډلو ټپلو بریدونه زیات کړي چې له چین سره اړیکې لري. د خپرونې په باور له ۲۰۱۴ کال راوروسته چې داعش خراسان څانګه په افغانستان کې فعاله شوې ده دا ډله له چین سره دښمني کوي. په چین کې له اویغور مسلمانانو سره د چینایي چارواکو د ظلمونو له راپورونو څخه دا ډله د اسیا په جنوب کې د خپلو تبلیغاتو لپاره استفاده کوي. ایرواېشیا نټ وړاندې د افغان اویغورانو په وینا لیکي چې د طالبانو نوی حکومت ظاهراً د چین په لارښوونه له دوی سره بد چلند کوي. Читать дальше...