د پانګوالو محدود فعالیتونه؛ کندز کې 'صفا' فابریکه ورځ کې ۱۱۰ ټنه مالوچ تولیدوي
که څه هم په افغانستان، په تېره بیا کندز ولایت کې د نظام بدلون له امله ګڼ شمېر پانګه والو خپل فعالیتونه محدود کړي او پر دې سربېره یو شمېر تولیدي شرکتونه هم په ټپه ولاړ دي، خو په کندز کې د 'صفا' د مالوچو او د غوړیو د تولید شرکت مسوولین وايي، دوی خپل فعالیت ته دوام ورکوي. د دوی د خبرو له مخې چې پر دې شرکت د ۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت پانګونه شوې او په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۱۰ ټنو مالوچو د تولید وړتیا لري. د نوموړې شرکت استازې صلاح الدین سعید ازادي راډيو ته وویل: "زموږ د مالوچو او د غوړیو تولیدي او صنعتي شرکت خپل فعالیت پیل کړی دی. Читать дальше...