ننګرهار کې 'طالبانو' د اریانا ټلوېزیون او پژواک خبري اژانس خبریالان ډبولي
په ننګرهار کې د اریانا ټلوېزیون او پژواک اژانس سیمهییز خبریالان وايي چې نن سهار د سیمهییزو طالبانو له لوري سخت ووهل شول. دوی وايي په ښار کې يې د روان وضعیت په اړه له ښاریانو سره مرکې کولې چې یو شمېر ځوانان د افغانستان د ملي بیرغونو سره یوځای ښار ته راووتل او د بیرغونو د ځړولو هڅهيې کوله. دوی وايي د جلالاباد ښار په پښتونستان واټ کې کله چې یې د دغو ځوانانو وېډیو اخیسته د طالبانو له لوري سخت ووهل شول. د اریانا ټلوېزیون تصویر اخیستونکي محمود نعیمي ازادي راډیو ته وویل: "موږ ښار ته په راپور پسې... Читать дальше...