د روسيې تر غږ د چټکو الوتکو د څېړنیز انستیتوت رئيس د خیانت په تور ونیول شو
روسي چارواکو تر غږ د چټکو الوتکو د څېړنیز انستیتوت رئيس د خیانت په تور ونیوه. د مسکو د لیفورتوفو د سیمې محکمې وویل، د الکساندر کورانوف د توقیف د مودې په اړه به د اګسټ په ۱۲مه محاکمه پیل کړي. په سن پټرزبورګ کې تر غږ د چټکو الوتکو د څېړنیز مرکز پر رئیس شک دی چې یوه بهرني تهیې تر غږ د چټکو الوتکو د ټکنالوژۍ پټ مواد ورکړي دي.