ځینې پکتیا مېشتي خلک: افغان حکومت د سقوط شوېو ولسوالیو د نیولو اراده نهلري
ولسمشر محمد اشرف غني ۲۸ ورځې وړاندې د جولای میاشتې په لسمه ڼېته په خوست کې د ولسي خلکو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، هغه نظامي افسران چې د پکتیا سقوط شوي ولسوالۍ بېرته ونیسي، په نظامي رتبو به یې ونازوي. که څه هم ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې دغې وینا په جریان کې د امنیتي ځواکونو رهبرۍ ته د یادو ولسوالیو د ژر نیولو او په بدل کې یې د نظامي رتبو د ترلاسه کولو مبارکي هم ورکړه، خو لا هم دغه ځواکونه نه دي توانیدلي چې په پکتیا کې د وسله والو طالبانو په لاس د سقوط شوېو ولسوالیو له منځه کومه ولسوالۍ بېرته ونیسي. Читать дальше...