بریتانیا له خپلو ټولو اتباعو غوښتي چې افغانستان پریږدي
د بریتانیا حکومت خپلو ټولو اتباعو غوښتي دي چې له افغانستانه ووځي. فرانس پرېس اژانس د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په وینا پرون جمعه (د زمري ۱۵مه) خبر وکړ چې د افغانستان امنیتي وضعیت په خرابیدو دی. لندن دا خبرداری وروسته تردې ورکوي چې طالبانو خپل بریدونه زیات کړي دي او پرون یې د نیمروز مرکز زرنج ښار ونیو. دا لومړی ځل دی چې د وروستیو جګړو په ترڅ کې طالبان د یوه ولایت مرکز نیسي.