قرغزستان د افغانيالاصله قرغزیانو د ورتسلیمۍ لپاره د تاجکستان همکاري وغوښته
د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د افغانيالاصله قرغز وګړو د تسلیمۍ لپاره له تاجکستان څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. ویل شوي، د افغانستان په شمال کې د جګړې له شدت سره په سلګونه قرغزان له افغانستانه تاجکستان ته تښتېدلي دي. د قرغزستان د بهرنیو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، دوی له ملګرو ملتونو هم غوښتنه کړې، د هغو قرغزانو په ستنولو کې همکاري وکړي چې تېره سې شنبه او چهارشنبه له افغانستانه تاجکستان ته اوښتي دي. اټکل کېږي چې په افغانستان کې به په خټه د قرغز وګړو شمېر تر ۱،۰۰۰ زیات وي. Читать дальше...