Добавить новость





160*600

Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Актуальные новости сегодня от ValueImpression.com


Опубликовать свою новость бесплатно - сейчас


<
>

Июль
2021

Новости за 16.07.2021

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ تند انتقادونه

د افغانستان او پاکستان مشرانو د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د سیمه ایز اتصال، ستونزې او فرصتونو تر عنوان لاندې غونډه کې پر یوبل سخت انتقادونه وکړل. ولسمشر اشرف غني د څو هېوادونو د بهرنیوچارو د وزیرانو په مخکې وویل، پاکستان له پخوانیو ژمنو سره سره، پر طالبانو له خپل توان او نفوذ څخه کار وانه خیست څو د سولې جدي خبرو ته یې اړ کړي خو صدراعظم عمران خان په ځواب کې وویل چې پاکستان د بل هر هېواد پرتله، د خبرو مېز ته د طالبانو د راوستو په برخه کې ډېرې هڅې کړې دي. په دې اړه تفصیل په دې راپور کې....




Pa.azadiradio.com 

سپین بولدک کې د روېټرز خبریال سره د کمانډو یو چارواکی او د هغه ساتونکی هم وژل شوي

امنیتي سرچینې وايي د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د روېټرز د فوټو ژورنالېست سره د کمانډو ځواکونو د عملیاتو مرستیال صدیق کرزی او د هغه یو ساتونکی هم وژل شوی دی. د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي وايي د روېټرز فوټو ژورنالېست دانش صدیقي چې د افغان ځانګړو ځواکونو سره د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته د خبري پوښښ لپاره تللی و، نن سهار د وسله‌والو طالبانو په حمله کې وژل شوی دی. ښاغلی احمدي زیاتوي: "نن سهار اته بجې د سپین بولدک پر چوک د روېټرز خبري اژانس د کابل یو کارکوونکی چې سپین بولدک ولسوالۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له ۱۹ تنه سورلۍ سره یوه روسۍ لادرکه شوې الوتکه پیدا شوه

یوه روسۍ الوتکه چې له ۱۹ تنه سورلۍ سره لادرکه وه، پیدا شوې او راپورونه وايي تر اضطراري ناستې وروسته‌یې ټوله عمله او سورلۍ ژغورل شوې ده. د سایبریا د تومسک چارواکو او د هوايي چلند فدرال ادارې یوه مقام نن ویلي چې الوتکه نن تر الوتنې لادرکه وه چې دوه ساعته وروسته بېرته پیدا شوه.   د سیلا په نوم هوايي کمپنۍ چې دغه الوتکه‌یې مربوط ده ویلي ټوله عمله او سورلۍ تومسک ښار ته نږدې له اظطراري ناستې وروسته ژغورل شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰ اوره نړیوال جام لوبو ګروپونه اعلان شول

د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰ اورونو د نړیوال جام لوبو ګروپونه اعلان کړل. افغانستان له پاکستان، هند او نیوزیلنډ سره په (الف) ګروپ کې او په (ب) ګروپ کې انګلستان، استرالیا، جنوبي افریقا او وېسټ اینډیز یوځای شوي دي. د بنګله‌دېش او سریلانکا په ګډون اته لوبډلې بیا په دوو هغو ګروپونو کې شامل دي چې یوازې دوه لوبډلې به‌یې (الف) او (ب) ګروپ ته لاره کوي. ټاکل شوې وه چې دا نړیوال جام د هند په کوربه‌توب په هند کې وشي، خو د کرونا وبا له امله دا لوبې فارس خلیج ته لېږدېدلې دي او تمه ده چې د اکټوبر له ۱۷مې د نومبر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کاپیسا والي مرستیال له وسله‌والو طالبانو سره جګړه کې وژل شوی

د کاپیسا امنیه قومانداني تأییدوي چې د والي مرستیال له وسله‌والو طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی. د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش ازادي راډیو ته وویل، د والي مالي او اداري مرستیال عزیزالرحمن تواب په نجراب ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی. ښاغلي شورش زیاته کړه چې د والي مرستیال د امنیتي ځواکونو د کتنې لپاره د نخراب ولسوالۍ دره افغانیه سیمې ته تللی و. د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی. د ازادي راډیو خبریال وايي، په دره افغانیه کې له تېرې شپې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

Pa.azadiradio.com 

غني: څه باندې ۱۰ زره پاکستاني او د نورو هېوادونو جنګیالیو افغانستان ته مخه کړې

د افغانستان ولسمشر وايي، د استخباراتي اطلاعاتو له مخې په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۱۰ زره پاکستاني او د نورو هېوادونو جګړه‌مارو افغانستان ته مخه کړې ده. محمد اشرف غني نن د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د روان کنفرانس په دوهمه ورځ وویل، د معتبرو اسنادو له مخې طالبانو له ترورېستي شبکو سره خپل ارتباطات نه‌دي پرې کړي. ښاغلی غني زیاتوي: "استخباراتي اټکلونه ښيي چې په تېره یوه میاشت کې شااوخوا ۱۰ زره افراطي جنګیاليو له پاکستان او نورو هېوادونو افغانستان ته مخه کړې ده. ځیني نړیوال ترورېستي سازمانونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امرالله صالح وروستیو څرګندونو ته د پاکستان غبرګون

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح له لوري شوې ادعا ناسمه بللې او زیاته کړې یې ده چې دغه ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو ښې اړیکې زیانمنولی شي. دغه اعلامیه چې نن جمعه «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۵» خپره شوې راغلي، اوس باید ټول په یو قوت سره د یو سیاسي جوړجاړي لپاره کار وکړي. د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح تېره شپه په خپل فېس‌بوک پاڼه ولیکل چې د پاکستان هوايي ځواک او اردو د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د دروازې د بیا نیول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اشرف غني: د طالبانو او د هغوی د ملاتړو مقابلې ته اماده یو

افغان جمهور رئیس وايي، د طالبانو او د هغوی د ملاتړو مقابلې ته تر هغې دوام ورکوي چې دغه ډله د خبرو له لارې د روانې کشالې حل ممکن ونه‌ګڼي. محمد اشرف غني په ازبکستان کې د منځنۍ او جنوبي اسیا د سیمه‌ییز اتصال غونډې ته خبرو کې اعلان وکړ چې افغان حکومت د طالبانو مقابلې ته چمتو دی. د ښاغلي غني په خبره، که څه هم پاکستان ژمنه کړې چې طالبان د سولې خبرو ته حاضروي، خو طالبان اوس د خبرو پر ځای غواړي د جګړې له لارې واک ترلاسه کړي. ښاغلي غني ټینګار وکړ چې طالبان هېڅکله نه‌شي کولای د زور له لارې واک ترلاسه کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دوحې ته د افغان پلاوي سفر؛ عبدالله عبدالله وايي پلاوی ټول‌شموله او با صلاحیته دی

د افغانستان د مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ افغان پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ. د پلاوي له سفره وړاندې ښاغلي عبدالله د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۵» د کابل په حامد کرزي هوایي ډګر کې رسنیو ته وویل چې دغه پلاوی ټول‌شموله دی او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له لوري له پوره صلاحیت سره دوحې ته ځي. د عبدالله عبدالله په مشرۍ په دې پلاوي کې سیاسي او جهادي مشر کریم خلیلي، د بلخ پخوانی والي او د جمعیت اسلامي ګوند د جلا شوې ډلې مشر عطا محمد نور، د سولې په چارو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د شبرغان ښار ورودي دروازې ته نږدې جګړه روانه ده

له جوزجان څخه د ازادي راډیو خبریال راپور ورکړی چې د شبرغان ښار ورودي دروازې ته نږدې جګړه روانه ده چې د درنو وسلو ډزې هم اورېدل کېږي. د جوزجان امنیه قومانداني وايي، د طالبانو لاس ته د ښار د ورتلو خطر نه تر سترګو کېږي. تر دې مخکې وسله‌والو طالبانو ادعا کړې وه چې دوی د شبرغان ښار دروازې ته رسېدلي دي. خو د جوزجان د پنځم سمت امر نجیب نور دلاوري نن ازادي راډیو ته وویل، جدي خطر نه‌شته. ښاغلی دلاوري زیاتوي: "خپلو ښاریانو ته ډاډ ورکوو چې هېڅ کومه خبره نه‌شته. امنیتي ځواکونه د هېواد او ناموس د دفاع لپاره چمتووالی لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بلاروس امنیتي ځواکونو د ازادې اروپا/ ازادي رادیو خبریال نیولی

د بلاروس امنیتي ځواکونو د ازادې اروپا/ ازادي رادیو د خبریالانو په ګډون د څو ازادو خبریالانو پر کورونو او دفترونو چاپه واچوله. عیني شاهدان وايي، پولیسو په پلازمېنه مېنسک کې د ازادي راډیو د دفتر دروازې هم نن ماتې کړي او وردننه شوي دي. د بلاروس د خبریالانو ټولنې نن وویل چې یو وار بیا په ۱۹ مواردو کې پر خبریالانو حملې شوې دي. راپورونه وايي، امنیتي ځواکونو د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبریالانو اله اروژي لوویچ او ولیانستین ژدانکو کورونه تلاشي کړي او اروژي لوویچ یې له ځان سره بیولی دی. دغه اقدام د خبریالانو د ټکولو یوه هڅه ګڼل شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندز ښار څنډو کې سختې جګړې؛ څه باندې ۱۰ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي

له یوې میاشتې راهیسې د کندز ښار نږدې څنډو کې سختې جګړې روانې دي او له کبله‌یې څه باندې ۱۰ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې دي او اوس‌مهال له بې‌شمېره ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. ۴۰ کلن سیف‌الله د کندز ښار د سه درک سیمې څخه بې‌ځایه شوی دی. هغه اوس له خپلې ۱۴ کسیزې کورنۍ سره د کندز ښار د دورې سر ښارګوټي کې په ازاده فضا کې ژوند کوي. سیف‌الله زیاتوي: "موږ ښه ورځ او ارامي غواړو. له دولت نه غواړو چې له موږ سره کمک وکړي. موږ دومره توان نه‌لرو چې یو کور کرایه ونیسو او له خپلو بچیانو سره په‌کې ژوند وکړو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د صالح دفتر: د پاکستان د وروستي خبرداري په اړه شواهد دفاع وزارت ته سپارل شوي

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر وايي، د افغانستان دولت ته د پاکستان د هوايي ځواک د خبرداري اسناد او شواهد له دفاع وزارت سره شریک شوي دي. د امرالله صالح دفتر د مطبوعاتو او عامه اړيکو رئیس رضوان مراد نن ازادي راډیو ته وویل، دغه اسناد د درېیو الوتکو د حملې په باب دي. ښاغلی مراد وايي: "د افغانستان هوايي ځواک ته چې درېیو سوپر ټوکانو الوتکو یې غوښتل په سپین بولدک ولسوالۍ کې پر طالبانو او پاکستاني جنګیالیو حمله وکړي، د پاکستان د هوايي ځواک خبرداری مستند دی. دغه غږ او ثبت شوي پیغامونه شته." نن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بامیان والي: سیغان او کهمرد ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو بېرته ونیول شوې

د بامیان والي له وسله‌والو طالبانو د سیغان او کهمرد ولسواليو د بیا نیول کېدو خبر ورکړ. محمد طاهر زهیر نن جمعه رسنیو ته وویل، دغه دوه ولسوالۍ د ولسي پاڅونوالو په مرسته بېرته ونیول شوې. ښاغلی زهیر زیاتوي: "د خدای په لطف او مرسته او د اتلو ځواکونو د مېړانې له کبله په لنډه موده کې دواړه ولسوالۍ ازادې شوې. موږ د دغو ولسوالیو فتحه د دې ولسوالیو اوسېدونکو ته مبارک وایو." د بامیان سیغان او کهمرد ولسوالۍ د تېرې اوونۍ د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د امنیتي ځواکونو له شاتګ وروسته د وسله‌والو لاسته ورغلې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روېټرز خبري اژانس خبریال دانش صدیقي په سپین بولدک کې ووژل شو

روېټرز خبري اژانس په کندهار کې د خپل یوه فوټو ژورنالېست د وژل کېدو خبر تأیید کړ. دغه خبریال په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د روانې جګړې په اړه د راپور ورکولو لپاره هلته تللی و. د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي ازادي رادیو ته وویل، دغه فوټو ژورنالېست د دندې پر مهال وژل شوی دی. ښاغلی احمدي زیاتوي: "د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په چوک کې د روېټرز خبري اژانس د کابل یو کارکوونکی چې کندهار ته د خبري پوښښ په هدف راغلی و، سهار ۸ بجې هلته د وسله‌والو مخالفانو له‌خوا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان چارواکي: شهدا ولسوالۍ کې هوايي حملې طالبان او ملکيان ووژل

د بدخشان ولایت چارواکي وايي، په شهدا ولسوالۍ کې د هوايي ځواک په حمله کې وسله‌وال طالبان او ملکيان وژل شوي دي. د شهدا ولسوال شېخ حمید الدین مفکر ازادي راډیو ته وویل، دغه حمله پرون ماښام شوې ده: "د طالبانو د راټولېدو پر ساحه بمباري شوې چې په نتیجه کې یې ۱۳ طالب جنګیالي وژل شوي او ګڼ کسان‌یې ټپیان دي. په دې پېښه کې ملکیانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې، له بده مرغه بمب په بازار کې د خلکو پر دکانونو لګېدلی چې په ټوله کې ۸ تنه ملکیان وژل شوي دي."  خو د شهدا ولسوالۍ اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي، په پېښه کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني کې د درنو سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۸۱ ته زیات شو

د جرمني په لوېدیځ کې د درنو سېلابونو له کبله د مړو شمېر لږترلږه ۸۱ ته زیات شو. د جرمني «ARD» ټلوېزیوني شبکې نن ویلي چې دا په تېرو څو کلونو کې په جرمني کې په ډله‌ییز ډول د خلکو د مړینې تر ټولو لوړ شمېر دی. د کولن په جنوبي ولسوالۍ اهر ویلر کې محلي چارواکو په فېس‌بوک کې ویلي چې تر ۱،۳۰۰ ډېر کسان تري تم دي.   د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل پرون واشنګټن ته د سفر پر مهال د سېلابونو په باب خبرې وکړې: "په دغو ساعتونو کې سوله‌ییز ځایونه یوه غمیزه تجربه کوي چې کولای شو ووایو یوه غمیزه ده. درانه اورښتونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هنګري د کرونا ضد واکسین د درېیمې ستنې لګولو انتخاب پېشنهاد کړی

د هنګري صدراعظم وايي، هېواد به‌یې د راروانې میاشتې له پیله د کرونا ضد واکسین د درېیمې ستنې لګولو انتخاب پېشنهاد کړي.  ویکتور اوربان نن ویلي، د کرونا ضد واکسین لګول به ټولو روغتیايي کارکوونکو ته جبري شي.  اوربان دولتي راډیو ته وویل، اوس به د ډاکترانو د پرېکړې له مخې خلک اړ وي د دغه واکسین درېیم ډوز ولګوي. د ده په وینا  درېیم ډوز به تر دوهم ډوز لږترلږه څلور میاشتې وروسته خلکو ته لګول کېږي. د هنګري د ۹ ملیونه او ۸ لکه وګړو له ډلې پنځو ملیونو او پنځو لکو کسانو لږترلږه د واکسین لومړۍ ستن لګولې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان افغان دولت ته د خبرداري په اړه د امرالله صالح وروستۍ څرګندونې رد کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د جمهور رئیس د لومړي مرستیال امرالله صالح وروستۍ څرګندونې چې ګواکې د پاکستان هوايي ځواک افغان دولت ته خبرداری ورکړ، رد کړي.  امرالله صالح پرون ویلي و چې د پاکستان هوايي ځواک او اردو د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د دروازې د بیانیول کېدو د هڅې په تړاو افغان دولت ته خبرداری ورکړی. د ښاغلي صالح د دې ادعاوو په غبرګون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن ویلي چې د پاکستان هوايي ځواک کله هم له افغان هوايي ځواک سره اړیکه نه‌ده نیولې او نه‌یې هغوی ته څه ویلي.  د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت: د بامیان سیغان ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیول شوه

د افغانستان دفاع وزارت وايي د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ یې بېرته له طالبانو نیولې ده.  د دغه وزارت په یوه بیان کې راغلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو هلته په یو لړ عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله واړوله او ولسوالي یې بېرته ترې ونیوله.  وسله‌والو طالبانو تر اوسه د سیغان ولسوالۍ په اړه څه نه‌دي ویلي. دفاع وزارت پرون هم د طالبانو له کنټروله د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ د ازادولو خبر ورکړی و.

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: د طالبانو بریدونو د اغېزو ځواب لپاره ۸۵۰ ملیون ډالرو ته اړتیا ده

ملګرو ملتونو ویلي د افغانستان خلک د وسله‌والو طالبانو د بریدونو او نورو ناورینونو د اغېزو د ځواب لپاره ۸۵۰ ملیون ډالر مرستو ته سخته اړتیا لري.  دا خبره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مسؤل او د ځانګړې استازې مرستیال رامز الاکبروف پرون په نیویارک کې خبریالانو ته وکړه.  هغه وویل د کال په پیل کې د یو میلیارد او ۳۰۰ ملیونه مرستو غوښتنه شوې وه چې تر دې دمه ۴۵۰ ملیونه ټولې شوي او پاتې نورې هم باید ټولې شي.  اکبروف وویل افغانستان کې دمګړۍ هر څه ننګوونکي دي چې 'کووېډ-۱۹' وبا دا چاره لا پسې سخته کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د ټېنس لومړی نمبر لوبغاړی د توکیو المپیکي لوبو کې برخه اخلي

د نړۍ د ټېنس لومړي نمبر لوبغاړي نواک جوکوویچ ویلي توکیو ته ځي او په المپیکي لوبو کې برخه اخلي.  جوکوویچ سږ کال درې نړیوالې اتلولۍ د فرانسي ازادې سیالۍ، د اسټرالیا اوپن او د انګستان ویمبلدون ګټلي او که المپيک کې سرو زرو مډال واخلي د څلورو نړیوالو لوبو ریکارډ به جوړ کړي.  جوکوویچ په خپل ټویټر لیکلي خوشحاله دی چې د صربیا د ټیم په ګټه په المپيک کې لوبېږي.  تمه ده د المپیک لوبې د همدې جولای میاشتې له ۲۳مې پيل او د اګسټ په اتمه پای ته ورسېږي.  دا د ۲۰۲۰ کال المپیک دی چې په یو کال ځنډ په توکیو کې ترسره کېږي.

Pa.azadiradio.com 

ترکیه کې د ناکامې کودتا پنځم کال؛ اردوغان: د خلکو د زوړتیا حق به پر ځای نه‌کړای شو

په ترکیه کې د ناکامې پوځي کودتا د پنځم کال د پوره کېدو په مناسبت پرون چارواکو په یو لړ مناسبتونو کې برخه واخیسته. چارواکو د هغو کسانو یاد ته درناوی هم وکړ چې د حکومت پر ضد د پلان شویو پاڅونونو د ځپلو پر مهال مړه شوي دي. د ترکیې چارواکي د دغو وژل شویو کسانو هدیرو ته ورغلل او د هغوی یاد ته‌یې د درناوي مراتب پر ځای کړل. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په مناسبتونو کې تر برخې اخیستو وړاندې په پارلمان کې د مراسمو مشري کوله. وروسته‌یې په ځینو مناسبتونو کې برخه واخیسته چې د یوه موزیم پرانیسته هم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني او بلجیم کې سېلابونو ۵۸ کسان مړه کړي او شااوخوا ۱،۳۰۰ نور تري تم شوي

د جرمني په لوېدیځ او بلجیم کې د درنو سېلابونو له کبله لږترلږه ۵۸ کسان مړه شوي او شااوخوا ۱،۳۰۰ نور کسان تري تم شوي دي. دا د جرمني خبري اژانس ډي پي اې په سېلاب‌ځپلو سیمو کې د چارواکو په حواله راپور کړي. سېلابونه اکثر د جرمني په لوېدیځو سیمو کې خلکو ته زیانونه اړولي. په دغو سیمو کې درانه اورښتونه د سیندونو د ډکېدو او د سیند غاړو د ورانېدو سبب شول. پرون دغو سېلابونو ملکیتونو ته هم زیان اړولی او د ګڼو سړکونو د تړل کېدو او په ډله‌ییزه توګه له کورونو د خلکو د وتلو سبب شول.

Pa.azadiradio.com 

صالح: پاکستان د سپین بولدک دروازې بیانیولو په تړاو افغان دولت ته خبرداری ورکړی

د افغانستان جمهوري ریاست لومړی مرستیال وايي، د پاکستان هوايي ځواک او اردو د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د دروازې د بیا نیول کېدو د هڅې په تړاو افغان دولت ته خبرداری ورکړی دی. امر الله صالح تېره شپه په خپله فېس‌بوک پاڼه ادعا کړې چې د پاکستان هوايي ځواک، دا مهال د وسله‌والو طالبانو د ملاتړ لپاره لاس په کار شوی دی. ښاغلي صالح په جلا ټویټ کې لیکلي چې په دې اړه اسناد او شواهد هم له ځینو رسنیو سره شریک کړای شوي دي. د ولسمشر لومړي مرستیال له خلکو غوښتنه کړې چې د افغانستان د عزت د خوندیتوب لپاره سره یوموټي شي. Читать дальше...



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



123ru.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Не нравится, не хотите слышать — не читайте, читаете — будьте взаимно вежливы и корректны в своих высказываниях. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 123ru.net — обозреватель новостей. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. 123ru.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от 123ru.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе


123ru.net — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 123ru.net.

Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.



123ru.net — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.

Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.







Другие популярные новости дня сегодня


123ru.net — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 123ru.net.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.



Новости 24/7 Все города России




Загрузка...


Топ 10 новостей последнего часа






Персональные новости

123ru.net — ежедневник главных новостей Вашего города и Вашего региона. 123ru.net - новости в деталях, свежий, незамыленный образ событий дня, аналитика минувших событий, прогнозы на будущее и непредвзятый взгляд на настоящее, как всегда, оперативно, честно, без купюр и цензуры каждый час, семь дней в неделю, 24 часа в сутки. Ещё больше местных городских новостей Вашего города — на порталах News-Life.pro и News24.pro. Полная лента региональных новостей на этот час — здесь. Самые свежие и популярные публикации событий в России и в мире сегодня - в ТОП-100 и на сайте Russia24.pro. С 2017 года проект 123ru.net стал мультиязычным и расширил свою аудиторию в мировом пространстве. Теперь нас читает не только русскоязычная аудитория и жители бывшего СССР, но и весь современный мир. 123ru.net - мир новостей без границ и цензуры в режиме реального времени. Каждую минуту - 123 самые горячие новости из городов и регионов. С нами Вы никогда не пропустите главное. А самым главным во все века остаётся "время" - наше и Ваше (у каждого - оно своё). Время - бесценно! Берегите и цените время. Здесь и сейчас — знакомства на 123ru.net. . Разместить свою новость локально в любом городе (и даже, на любом языке мира) можно ежесекундно (совершенно бесплатно) с мгновенной публикацией (без цензуры и модерации) самостоятельно - здесь.



Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Бизнес-омбудсмен Москвы оказывает поддержку НМСП





Путин в России и мире
Москва

ДОКЛАД ПРО ДЕЛО СКРИПАЛЕЙ, САФРОНОВА, ГОЛУНОВА. ПРО НАУКУ АКТИВНОЙ ВСЕЛЕННОЙ. ЭКСПЕРТ АНАТОЛИЙ ГОЛОД.


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Вольфганг Амадей Моцарт

«12 Шедевров Моцарта» от Amadeus Concerts



Москва

ФСБ России признало ViPNet CryptoSmart соответствующим требованиям к СКЗИ

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net