دفاع وزارت: تخار کې هوايي برید ۸ طالبان وژلي
د افغانستان دفاع وزارت وایي، د تخار شکمش ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر یوې غونډې هوایي برید کړی دی. دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا برید پرون پنجشنبه (د غبرګولي ۲۰مه) له غرمې وروسته شوی چې پایله کې یې ۸ طالبان وژل شوي دي. دا برید داسې مهال شوی چې د شکمش ولسوالۍ د سقوط خبرونه خپاره شوي دي. دفاع وزارت که څه هم په دې اړه څه نه وایي، خو د تخار د ولایتي شورا منشي محمد اعظم افضلي ویلي، ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې ده: "هلته له شپې راهیسې جګړه توده روانه وه، ځواکونو ته په وخت مرسته ونه... Читать дальше...