د روسیې تاتارستان کې پر یوه ښوونځي د ډزو او چاودنې له کبله ۸ تنه ووژل شول
د روسیې له تاتارستان سیمې راپورونه وایي، پر یوه ښوونځي د ډزو او چاودنې له کبله لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي. په وژل شویو کې یو ښوونکی او اته زدهکوونکي دي. یوې نجلۍ د تاتارستان په مرکز کازان کې د ازادي راډیو تاتار څانګې ته وویل: "د بم څلور چاودنې وشوې. ټولې دروازې ماتې شوې." رسنۍ خبر ورکوي چې نن لومړی پر ښوونځي چاودنه وشوه بیا لږ تر لږه دوو تنو ډزې پیل کړې. د راپور له مخې پولیسو یو برید کوونکی وژلی او دوهم د ښوونځي دننه دی چې یو شمېر کسانیې له ځان سره برمته کړي دي.