بغداد کې د امریکایي پوځي ټېکهدارانو پر یوې اډې توغندي ویشتل شوي
د عراق امنیتي چارواکي وایي، د پلازمېنې بغداد په شمال کې پر هغې هوایي اډې چې امریکایي پوځي ټېکهداران پهکې اوسي، پرون څو توغندي ویشتل شوي دي. چارواکو وویل، په دغو راکټي بریدونو کې د عراق د امنیتي ځواکونو دوه غړي ټپیان شوي دي. دا په عراق کې د هغو بریدونو وروستۍ بېلګه ده چې په دې وروستیو اوونیو کې پر هغو تأسیساتو چې امریکایان ورڅخه ډېر کار اخلي، زیات شوي. د دغو بریدونو مسؤلیت تر اوسه چا یا کومې ډلې نهدی اخیستی، خو امریکایي چارواکي په عراق کې د ایران ملاتړې ملېشې تورنوي چې د ځواکونو، په بغداد... Читать дальше...