د ننګرهار دره نور کې د برېښنا د تولید پروژه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه
د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ په شیمل سیمه کې د ۳۴۰ کیلو واټه برېښنا د تولید یوه پروژه ګټې اخېستنې ته وړاندې شوه. د ننګرهار د والي له مطبوعاتي دفتره پرون دوشنبه (د وري ۱۶مه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغې پروژې چې د جنوبي کوریا په مرسته څلور میلیونه او څلور لکه ډالره لګښت پرې شوی، له برېښنا به یې دوه زره کورنۍ ګټه پورته کوي. د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل چې د دغې پروژې د پرانېستلو لپاره دره نور ولسوالۍ ته تللی و وایي، پر دوه زره کورنیو سربېره به ۲۱ جوماتونو، اوو ښوونځیو، دوو روغتیایي... Читать дальше...