د افغانستان په په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو پر ضد واکسین پیلېږي
له پولو پاک افغانستان ادارې اعلان کړی چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین نوی کمپاین به د دوشنبې په ورځ (حمل۲۴) په ۳۲ ولایتونو کې پیل شي. دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ (وري ۲۰) په یوه پیغام کې ویلي چې دا کمپاین په بامیان او دایکنډي ولایتونو کې د سړې هوا له امله ځنډېدلی دی.
ویل شوي چې د کمپاین په ترڅ کې به ماشومانو ته ویټامین اې هم ورکړل شي.
دې بنسټ له کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان واکسین کړي.
د دې دورې د واکسین کېدونکو ماشومانو شمېر نه دی ښودل شوی.
تر اوسه د روان میلادي کال په ترڅ کې په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو د نړیوال روغتیا سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
افغانستان او پاکستان یوازیني هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ویروس په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی. پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې واکسین کولای شي ماشومان ترې وساتي.
دا ویروس د ملا تیر مهم عصبي رګونه زیانمنوي او د بدن د فلج سبب کېږي.