په امریکا کې نیول شوي پاکستاني د یهودانو پر یوه مرکز د برید پر هڅه اعتراف وکړ
یوه پاکستاني وګړي اعتراف کړی چې غوښتل یې د داعش ډلې په الهام په نیویارک کې د یهودیانو پر یوه مرکز برید وکړي.
د امریکا د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ (حمل۱۹) اعلان وکړ چې پاکستاني تبعه محمد شاهزیب خان، چې دا مهال په توقیف کې دی، اعتراف کړی چې غوښتل یې د داعش ډلې په الهام، د اتومات وسلو په کارولو سره د نیو یارک ښار د بروکلین په یوه مهم یهودي مرکز کې پر خلکو برید وکړي.
د امریکا د لوی څارنوال مرستیال جان ایزنبرګ ویلي چې خان غوښتل دا برید د اکتوبر په ۷ مه پر اسراییل د حماس د بریدونو له کلیزې سره هممهاله کې ترسره کړي.
د نیویارک د جنوبي حوزې څارنوال جي کلیټن ویلي چې محمد خان غوښتل د داعش په ملاتړ «یو وحشتناک برید» پر یهودي مرکز ترسره کړي.
د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شاهزیب خان، چې یو پاکستانی تبعه او د کاناډا اوسېدونکی دی، د ۲۰۲۳ کال په نوومبر میاشت کې په ټولنیزو رسنیو کې د داعش ملاتړ پیل کړ او له نورو کسانو سره یې اړیکې ټینګې کړې، چې پکې د دې ډلې ویډیوګانې او تبلیغاتي مواد شامل وو.
وروسته هغه د امریکا په داخل کې د تروریستي بریدونو په پلان جوړولو پیل وکړ، خو د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر کې د کاناډا او امریکا ترمنځ پولې ته نژدې ونیول شو.