د اورمچي د سولې مذاکرات د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه شخړه پایته رسولی شي؟
په داسې حال کې چې د چین په اورمچي ښار کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د سولې د مذاکراتو د دوام په اړه ضد ونقض راپورونه خپاریږي، یوې باخبره سرچیني د نوم نه ښودل په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په رسمي ډول دغه خبرې اترې پرون سه شنبې د حمل ۱۸مه پای ته ورسیدې.
خو پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټربیون بیا ویلي،"ښايي دا خبرې اترې تر راتلونکې پنجشنبې دوام وکړي".
وړمه ورځ د طالبانو یوې بلې سرچینې ازادي راډيو ته تایید کړې وه چې پیل شوې خبرې پای ته نږدې شوي او دواړه لوري په ځینو مسایلو کې یو بل ته د لیکلو ضمانتونو په ورکړې سلا شوي دي.
د چین په منځګړیتوب د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د سولې مذاکرات اووه ورځې مخکې د حمل میاشتې په ۱۳مه په اورمچي ښار کې پیل شول.
که څه هم د دغو خبرو اترو ډیر جزیات خپاره شوي نه دي خو ایکسپریس ټربیون راپور ورکړی چې پاکستان په دې مذاکراتو کې له طالبانو درې مهمې غوښتنې کړې دي.
د راپور له مخې،"اسلام اباد له افغان طالبانو غواړي چې کابل باید په رسمي توګه تحریک طالبان پاکستان ترهګره ډله اعلان کړي، په افغانستان کې د دې ډلې جوړښت له منځه یوسي او دغه راز دې د دغه اقداماتو شواهد وړاندې کړي".
ایکسپریس ټریبیون لیکلي دغه درې غوښتنې د پاکستان د مذاکراتي دریځ بنسټ جوړوي او د سرچینو په وینا، دا دریځ د روانو امنیتي اندېښنو له کبله لا سخت شوی دی.
که څه هم د طالبانو حکومت په رسمي ډول دغو راپورونو ته غبرګون ښودلی نه دی او نه يې د اورمچي خبرو اترو په اړه ډیر جزیات ورکړي، خو یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې طالب پلاوی چمتو شوی چې پاکستان ته لیکلی باور ورکړی چې افغان خاوره به تحریک طالبان پاکستان د هغه هیواد پر ضد نه کاروي، خو وايي د پاکستان دننه د امنیتي پېښو مسولیت افغان طالبانو ته نه ورګرځي.
خو ایا د دې امکان شته چې د پاکستان د دغو غوښتنو په صورت کې د ارومچي مذاکرات د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې شخړې ته د پای ټکی کېدي؟
په اړه يې د سیاسي چارو شنونکي عزیز احمدزي د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل،"زه فکر نه کوم چې دغه مذاکرات دې د افغانستان او پاکستان شخړه حل کړي، کیدای شې یو موقتي حل لار یا اوربند رامنځته کړي، خو په اوږد مهال کې د سولې امکان ځکه نشته چې د پاکستان غوښتنې غیرمنطقي دي او طالبان ورته غاړه نشې اېښودلی او که چیرته يې مني، دا په دې مانا دی چې طالبان د ترهګرو پلویان دي".
د چین په منځګړیتوب د ارومچي ښار د سولې له مذاکراتو لا کومه رسمي اعلامیه خپره شوې نه ده، خو پرون سه شنبې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د چین له سفیر سره ژارشنیګ سره په کتنه کې دغه خبرې اترې ګټورې بللې وې.
د متقي په ټکو،"هیله مند دی چې جزيي تعبیرات د مذاکراتو د پرمختګ پر وړاندې خنډ نشي".
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی، نښتې، هوايي حملې او راکټي بریدونه د تېرې فبرورۍ ۲۶ مې روانې دي چې له امله یې ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې ملکي وګړو ته پراخه مرګ ژوبله اړولې او له دې سیمو زرګونه کورنۍ بې کوره شوي دي.
د طالبانو حکومت به رسمي ډول ادعا کړې چې د تېرې فبرورۍ له ۲۲ مې د پاکستان په هوايي او ځمکنیو حملو کې ۷۶۱ ملکي افغانان وژل شوي، ۶۲۲ ټپیان شوي دي او له ۲۷ زره زیاتې کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي دي.
خو په دومره شمېر ملکي مرګ ژوبله په افغانستان کې د کوم خپلواک بنسټ له لوري نه ده تایید شوې.
پاکستان بیا ادعا لري چې په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کوي.