په ۳۲ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی، د سالنګ لاره هم بنده ده
د هواپېژندنې ادارو نن د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی دی.
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د ختیځو، مرکزي، جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو لپاره په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلومتره چټکو بادونو، په سړو او لوړو سیمو کې د واورې د اورېدو، او له ۱۰ تر ۶۵ میلی متره پورې د ورښت اټکل کړی دی.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (فاو) ویلي چې په افغانستان کې پرله پسې بارانونه لا هم دوام لري، او تمه ده چې په مرکزي، ختیځو او جنوب ختیځو سیمو کې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې په همدې ډول نسبتاً شدید ورښتونه وشي.
له بلې خوا د طالبانو تر کنترول لاندې د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د سالنګ لویه لاره تړل شوې ده.
د دې وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په ایکس کې لیکلي چې د سالنګ لویه لاره د واورې ورېدو او طوفان له امله له تېرې شپې (۱۷ حمل) راهیسې د مسافرو او بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
هغه له خلکو غوښتنه کړې چې تر بلې خبرتیا پورې د سالنګ پر لور سفر ونه کړي.
په همدې حال کې، د کابل–جلالآباد لویه لاره لا هم د ترافیکو پر مخ نه ده پرانیستل شوې.
دغه لویه لاره څو ورځې وړاندې د بارانونو او سېلونو له امله تړل شوې وه.