د طالبانو حکومت په ایران کې د ۶ افغانانو وژل کېدل تایید کړل، ټرمپ ویلي، جګړه ژر ختموي
د طالبانو حکومت پر ایران د اسراییل او امریکا د جګړې له پیله په ایران کې د ۶ افغانانو د وژل کېدو پخلی وکړ.
د طالبانو د حکومت یوې باخبره سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، چهارشنبه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې ایران کې تراوسه ۱۱ افغانان ټپيان شوي دي.