سیلابونو د افغانستان ډېره برخه ځپلې، لا هم د ورښت او سیلاب احتمال شته
د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو.ایف.پي) د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې سیلابونو د افغانستان ډیره برخه متاثره کړې او د خلکو ژوند یې ګډوډ کړی دی.دغه پروګرام پر خپله ایکس لیکلي چې ژغورونکي ټیمونه یې د زیانمنو شویو اړتیاوې ارزوي.تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د هوا پیژندنې ادارې ویلي و چې چهارشنبه او پنجشنبه د افغانستان په شلو ولایتونو کې د شړکنده باران او سیلابونو احتمال شته.پیښو سره د مبارزې چارواکو ویلي، له تېرو څو ورځو راهیسې په سیلابونو کې لږ تر لږه ۴۸ تنه مړه شوي دي.