ټرمپ؛ د ناټو له پوځي تړونه پر وتو غور کوو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،"د ناټو له پوځي تړونه پر وتو غور کوو".ولسمشر ټرمپ دا خبره نن چهارشنبې ډیلي ټلګراف ورځپانې سره مرکه کې کړې.هغه ناټو پوځي تړون یو "کاغذي پرانګ" بللی او زیاته کړې ده چې له اوږدې مودې راهیسې په دې تړون "باور" نه لري.په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي،"موږ باید دا وڅیړو چې ایا ناټو خپل ماموریت په سمه توګه ترسره کوي یا په یو اړخیز سازمان بدل شوی دی".د روبیو په ټکو،" امریکا له ناټو سره مرسته کوي، خو کله چې موږ خپلو شریکانو ته اړتیا ولرو، دوی اډې او هوايي حریمونه پر موږ تړي".ولسمشر ټرمپ له مخکې په ځلونو د ناټو له پوځي تړونه د وتو خبرداری ورکړی و.پر ایران د امریکا له برید وروسته، د ناټو یو شمیر هېوادونو له هغې ډلې اسپانیايې او ایټالیايي اجازه ورنه کړه چې له هوايي حریمونو يې پر ایران بریدونه وشي.