د اسراییلو پوځ؛د لبنان لپاره د ایران د قدس ځواکونو د انجینري څانګې مشر وژل شوی
د اسراییلو پوځ وايي، د لبنان لپاره د ایران د قدس ځواکونو د انجینري څانګې مشر مهدي وفايي وژل شوی دی.
پوځ نن چهارشنبې د (اپریل اوله) په یو بیان کې ویلي،"وفايي د سې شنبې په ورځ د محلاتو پر ښار په بریدونو کې په نښه شوی دی".
د پوځ په ټکو،" وفايي په تیرو شلو کلونو کې د قدس ځواکونو د انجینري څانګې د مشر په توګه په سوریه او لبنان کې د ځمکې لاندې تاسیساتو جوړولو د پروژو مدیریت کاوه او د حزب الله او بشارالاسد د حکومت لپاره يې د ځمکې لاندې بنسټونه رامنځته کړي وو".
د پوځ په بیان کې راغلي،" مهدي وفايي په لبنان کې په لسهاوو هغه پروژې مدیریت کړې چې د ځمکې لاندې د پرمختللو وسلو د زیرمه کولو لپاره کارول کیدې".
د اسراییلو پوځ وايي، د وفايي وژل کیدل به د حزب الله ډلې د ځمکې لاندې تاسیساتو جوړولو وړتیا کمه کړي.
له دې مخکې د ایران پر محلاتو ښار د بریدونو راپورونه ورکړل شوي وو.