پاکستان وايي د سعودي، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیران اسلام اباد ته ورځي
پاکستان وايي د منځني ختيځ جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې حل لارې د موندلو په موخه د مارچ پر ۲۹مه د سعودي عرب، ترکیې او د مصر د بهرنیو چارو وزیران اسلام اباد ته ځي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر ۲۸مه په یو بیان کې ویلي دي چې د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د پاکستان د مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو د وزیر اسحاق ډار په بلنه پاکستان ته ورځي.
په بیان کې وړاندې راغلي دي چې د سعودي عرب، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیران شهزاده فیصل بن فرحان السعود، حاقان فیدان او ډاکټر بدر العاطي به د مارچ پر ۲۹ او ۳۰مه نېټو په اسلام اباد کې وي او په ګڼو موضوعاتو به خبرې کوي چې پکې په سیمه کې د تاوتریخوالي کمول هم شامل دي. د بیان له مخې د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره هم ګوري.
که څه هم مخکې داسې انګېرل کېده چې د منځني ختیځ د جګړې د ودرولو لپاره به غونډه په ترکیه کې وشي خو د ایران او امریکې ترمینځ د روانو مذاکراتو په بهیر کې د پاکستان د رول پراخېدو، اسلام اباد د دغو خبرو اترو کوربه کېدو ته نږدې کړی دی.
په عین حال کې د پاکستان سرکاري راډیو لیکي چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د مارچ پر ۲۷مه د کویت وليعهد شهزاده شېخ صباح خالد الاحمد الصباح ته ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې هېواد به یې په سیمه کې د امنیت د راوستلو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
شهباز شريف تر دې وړاندې د مارچ پر ۲۴مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه ليکلي وو چې پاکستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره "د روانو خبرو اترو د هڅو هرکلی" کوي او "بشپړ ملاتړ" یې کوي، ځکه چې دا عمل د سيمې "د سولې او ثبات په ګټه" دی.
نوموړي ویلي، که امريکا او ايران موافق وي، نو پاکستان "چمتو" دی او دا به د خپل ځان لپاره "ویاړ" ګڼي چې د روان کړکېچ د هر اړخیز حل لپاره د "معنا او پایلو لرونکو" خبرو اترو اسانتیا برابره کړي.
امریکا او اسراییلو د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې پر ایران حملو ته دوام ورکړی دی او تهران یې په ځواب کې پر اسراییلو او په خلیجې هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغنديو او ډرون بريدونه جاري ساتلي دي.
په سیمه کې دې وضعیت د جګړې پراخېدو اندېښنې زېږولې دي او له کبله یې د تېلو بیې لوړې شوې دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د امریکايي او اسراییلي حملو تر پیلېدو وروسته په سمدستي ډول په منځني ختیځ کې د جګړې درولو غوښتنه کړې وه.