د جرمني صدراعظم: روانه جګړه به په ایران کې د رژیم بدلون رامینځ ته نه کړي
د جرمني صدراعظم فریدریش میرتس د جمعې په ورځ وویل چې د ایران په وړاندې د امریکا او اسرائیلو جګړه به احتمالا هلته رژیم ځکه بدل نه کړي چې دتیرې یوې میاشتې په اوږدو کې د دغې جګړې په شدت کې د کموالي هیڅ کومه نښه ونه لیدل شوه.
ښاغلي میرتس په فرانکفورت کې یوې غونډې ته په دې هکله چې ایا په ایران باندې داسرائیلو او امریکا دبریدونو واقعي هدف هلته د رژیم بدلون دی ؟ وویل : « که چیرې هدف داوي ، فکر نه کوم چې ترسره به یې کړي. » هغه په دې اړه دافغانستان جګړې ته په اشاره وویل : «په اکثرو تیرو جګړو کې ، دا کار تر ډیره په غلطۍ پرمخ تللی دی،»
میرتس زیاته کړه : «زه دایران په هکله د یوې ستراتیژۍ د شتون او د پلي کولو د بریالیتوب په هکله یې جدي شک لرم ، »
خو د جرمني صدراعظم وروسته لدې چې په ایران کې د تیرې مرغومې میاشتې ولسي اعتراضونه په شدت وځپل شول په نړیواله سطحه لومړنۍ کس وو چې ویې ویل داچې د ایران حکومت دخپلې بقا لپاره له زوره کار اخلي دایې د زوال نښه ده.
ښاغلی میرتس هغه مهال دایران دولسي اعتراضونو په هکله ویلي وو ګمان کوي چې دا د ایران د حکومت د پای ورځې او اونۍ دي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د G7 یا د اوو پرمختللیو اقتصادي هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو سره له غونډې وروسته وویل چې امریکا تمه لري چې په ایران کې به یې روان عملیات نه د څو میاشتو بلکه د څو اونیو په ترځ کې پای ته ورسیږي.
مارکو روبیو وویل چې امریکا د خپلو ځمکنيو ځواکونو له استولو پرته کولای خپل اهداف ترلاسه کړي.