د بشري حقونو د څار سازمان په کابل کې پر امېد روغتون برید غیرقانوني و
د بشري حقونو د څار سازمان په کابل کې د معتادانو د درملنې پر مرکز د پاکستان د هوايی برید په اړه خپل تحقیقات خپاره کړي او ویلي چې دا پېښه ښايي جنګي جرم وپېژندل شي.
د دې سازمان د اسیا څانګې مرستیالې، پتریشیا ګوسمن، ویلي:
«موجود شواهد ښيي چې د پاکستان هوايي برید په کابل کې پر یوه پېژندل شوي روغتیايي مرکز، چې لسګونه ناروغان یې ووژل، غیرقانوني و.»
د دې سازمان په وینا، دا برید پر یو لوی درملیز کمپلکس شوی چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې د ناټو په پخواني اډه کې فعالیت درلود. د دې مرکز د یوه کارکوونکي په وینا، درې ودانۍ — د خوړو تالار، د استوګنې ودانۍ چې شاوخوا ۴۵۰ ناروغان پکې وو، او یوه د ساتنې خونه — په نښه شوې دي.
تر دې وړاندې ملګروملتو او د بخښنې نړیوال سازمان هم دا برید پر روغتیايي مرکز بللی و.