د پښتونخوا ګورنر: پاکستان پر افغانستان نوره بمباري درولې ده
د خیبرپښتونخوا ګورنر وايي په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره اوربند پای ته رسیدلی خو د دوستو هېوادونو په مشوره یې بمباري درولې ده.
فیصل کريم کونډي نن( د مارچ ۲۶ مه) په پېښور کې د خبرې غونډې پرمهال خبرداری ورکړ چې پاکستان به بيا هم په افغانستان کې دننه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، عمليات کوي. نوموړي زیاته کړه چې قطر او ترکي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند هڅه کړې خو اسلام اباد څرګنده کړې چې افغان طالبان بايد د پاکستاني وسله والو پرضد ګامونه واخلي.
تر اوسه پورې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي. خو په تېرو وختونو کې یې په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو د موجوديت تورونه رد کړي دي.