پاکستان وايي اپرېل کې یې خلکو او کاروبارونو ته د تېلو رسول باوري کړي دي
د پاکستان حکومت وايي، د روانې میاشتې په پاتې ورځو او اپرېل کې یې په هېواد کې خلکو او کاروبارونو ته د تېلو رسول باوري کړي دي. د پاکستان مالیې (خزانې) وزارت د مارچ پر ۲۴مه په بیان کې ویلي دي چې د وزیر محمد اورنګزېب په مشرۍ د تېلو د بیو څارلو کمېټۍ غونډه وشوه.
بیان وايي، په پاکستان کې د تېلو پیداوار او واردات (درامد) سم روان دي او په هېواد کې د اطمینان وړ تېلو زېرمې موجودې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې او کړکېچ له وجې نه یوازې په نړیوال بازار کې د تېلو بیې لوړې شوې دي بلکې د ایران او عمان ترمینځ د هرمز تنګي زیاتره برخه بنده ده او ورڅخه د انرژۍ او نورو سامانونو بېړۍ نه تېرېږي چې په یوشمېر هېوادونو کې یې د انرژۍ کمښت پیدا کړی دی.
تر دې مخکې وفاقي حکومت د مارچ پر ۲۲ د های اوکټېن ډوله تېلو پر یو لیټر د ۲۰۰ روپیو اضافي مالیه (ټیکس) او تر دې یوه ورځ وروسته یې په سرکاري ګاډو کې پر استعمال بنديز ولګاوه.
له دې سره د پاکستان په بازار کې د یو لیټر های اوکټېن تېلو بیه ۵۳۵ روپیو ته لوړه شوه.
دا پرېکړې د هغې کفایت شعارۍ برخه دي چې وفاقي حکومت په منځني ختیځ کې د روانې جګړې او کړکېچ په غبرګون کې اعلان کړې ده.
های اوکټېن داسې ډول تېل دي چې په خورا ګرانبیه ګاډو او ځینو وړو الوتکو کې کارېږي.
شریف پر های اوکټېن تېلو د ټیکس تر لوړولو یوه ورځ مخکې ویلي ول چې حکومت یې پرېکړه کړې چې د تېلو بیې نه لوړوي.
نوموړي د مارچ پر ۲۱مه ولس ته په وینا کې وویل، د اړوندو وزارتونو او ادارو چارواکو ورته وړاندیز کړی وو چې د یو لیټر پېټرولو بیه ۷۴ او د ډیزلو هغه ۱۷۷ روپۍ لوړه کړي خو د کوچني اختر پر مهال یې د خلکو ستونزو ته په کتو دا اقدام و نه کړ.
شریف زیاته کړه چې حکومت یې په نړیوال بازار کې د تېلو بیو لوړېدو پېټی یا بار خپله زغمي او د دې لپاره یې ۴۵ اربه (مېلیارده) روپۍ بېلې کړې دي.
هغه زیاته کړه چې تېره اونۍ یې هم د تېلو بیې پر ځای د ساتلو لپاره ۲۴ اربه روپۍ لګولې وې.
دا تر هغې وروسته ده چې وفاقي حکومت په منځني ختیځ کې د امریکا، اسراییلو او ایران ترمینځ د روانې جګړې له کبله په نړیوال بازار کې د تېلو بیو زیاتېدو ته په کتو د یو لیټر پېټرولو او ډیزلو نرخ ۵۵ روپۍ زیات کړ.
تر دې دوه ورځې وروسته وزیراعظم شهباز شریف د مارچ پر نهمه ولس ته په ټېلېوېژني وینا کې د انرژۍ سپما (بچت) او اقتصادي وضعیت سم ساتلو لپاره یو ۱۴ نکاتي پلان اعلان کړ او و یې ویل چې د ټولو سرکاري او شخصي ادارو ۵۰ سلنه کارکوونکي به له کوره کار کوي او له بانکونو، صنعتونو او کرنیزو چارو پرته به ټول دفترونه په اونۍ کې څلور ورځې کار کوي.