شهباز شريف د منځني ختيځ جګړې د پای ته رسولو لپاره د مذاکراتو د منځګړتوب وړانديز کړی دی
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د منځني ختيځ جګړې د پای ته رسولو لپاره د منځګړتوب او د خبرو اترو د کوربتوب وړانديز کړی دی.شهباز شريف د مارچ پر ۲۴مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه ليکلي دي چې پاکستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره "د روانو خبرو اترو د هڅو هرکلی" کوي او "بشپړ ملاتړ" یې کوي، ځکه چې دا عمل د سيمې "د سولې او ثبات په ګټه" دی.
نوموړي ویلي، که امريکا او ايران موافق وي، نو پاکستان "چمتو" دی او دا به د خپل ځان لپاره "ویاړ" ګڼي چې د روان کړکېچ د هر اړخیز حل لپاره د "معنا او پایلو لرونکو" خبرو اترو اسانتیا برابره کړي.
شريف په عين حال کې د مارچ پر ۲۵مه پر اېکس پاڼه په يو بل بيان کې ليکلي دي چې هغه د سعودي له وليعهد شهزاده محمد بن سلمان سره ټېلېفوني خبرې کړي، پر هغه هېواد یې د بريدونو "کلکه غندنه" کړې او ورسره يې "يووالی" څرګند او د "ملاتړ باور" یې ورکړی دی.
بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مارچ پر ۲۴مه په يو بيان کې ويلي دي چې اسلام اباد له خپلې اوږدمهالې تګلارې سره سم، پر خپل دريځ ولاړ دی او د "ډېپلوماسۍ او همکارۍ" له لارې د منځني ختيځ او فارس خليج د روانې شخړې "هواري ته ژمن" دی.
د وزارت وياند طاهر اندرايي ويلي دي چې ډېپلوماسي او خبرې اترې اکثر د دې غوښتنه کوي چې ځينې موضوعات په "احتياط او پټه توګه" پر مخ يووړل شي او نوموړي له همدې امله له رسنيو وغوښتل چې "له اټکلونو دې ډډه" وکړي.
امریکا او اسراییلو د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې پر ایران حملو ته دوام ورکړی دی او تهران یې په ځواب کې پر اسراییلو او په خلیجې هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغنديو او ډرون بريدونه جاري ساتلي دي.
په سیمه کې دې وضعیت د جګړې پراخېدو اندېښنې زېږولې دي او له کبله یې د تېلو بیې لوړې شوې دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د امریکايي او اسراییلي حملو تر پیلېدو وروسته په سمدستي ډول په منځني ختیځ کې د جګړې درولو غوښتنه کړې وه.