د لنډ مهاله اوربند د پای ته رسیدو په درشل کې د شخړو د بیا پیلیدو په اړه د یوشمیر ولایتونو د اوسیدونکو اندیښنې
داسې مهال چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شوی لنډ مهاله اوربند دوشنبه د شپې دولس بجې پای ته رسېږي ډیورنډ کرښې ته څېرمه د یو شمېر ولایتونو ځیني اوسېدونکي د جګړې د بیا پیلېدو له امله په سخته وېره کې دي.
د ختیځ کونړ ولایت چې د راپورونو له مخې د اختر په ورځو کې هم ارامه نه و، یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل دې نښتو له ولسي وګړو پراخه قرباني واخیسته او دوام به یې دوی لا زیانمن کړي.
د دې ولایت د ناړۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ستارخان دوشنبه د حمل ۳مه ازادي راډيو ته وویل: "که څه هم موږ د اختر ورځې هم له جګړې پرته تېرې نه کړې او هره شېبه په ناړۍ او ځینو نورو ولسوالیو توپونه راتلل، خو په ټوله کې د جګړې شدت نه و، اوس چې اوربند پای ته رسېږي خلک بیا په وېره کې دي، ځکه د جګړې له امله خو زیانمن ولسي خلک دي، خلک بې کوره شوي دي، خلکو شهیدان ورکړل او که نښتې اوږدېږي لا معلومه نه ده چې له څومره نورو کورنیو نه به قرباني اخلي."
د دې ولایت د مررورې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي حاجي بادشاه له نړیوالې ټولنې غواړي چې د اوربند په ورځو کې د وژل شویو کسانو پوښتنه له پاکستانه وکړي.
نوموړي دوشنبه ازادي راډيو ته وویل: "موږ په نړیوالې ټولنې غږ کوو چې باید له پاکستانه پوښتنه وکړي، دوی خو اوربند کړی و، ولې یې بیا هم زموږ ښځې او ماشومان ووژل."
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي بیا د دایمي اوربند غوښتنه کوي.
د دې ولایت د مهمندرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالمجید ازادي راډيو ته وویل: "موږ د پاکستان له پوځ غوښتنه کوو چې دا اوربند وغځوي او نوره دې ملکي مرګ ژوبله ودروي او که اوربند بیا ماتېږي، نو موږ به له خپلې خاورې نه دفاع کوو."
دا په داسې حال کې ده چې د روانې مارچ په ۱۸مه د دواړو لورو ترمنځ شوی اوربند دوشنبه د شپې دولس بجې پای ته رسېږي.
د مارچ په ۱۸مه د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي و چې د یو شمېر هېوادونو په غوښتنه او د اختر په مناسبت د مارچ تر ۲۳/۲۴ د شپې تر دولس بجو په افغانستان خپلې حملې ودروي.
د طالبانو حکومت هم ورته خبره کړې وه، خو د اوربند د پای نېټه یې نه وه مشخصه کړې.
که څه هم د طالبانو حکومت په رسمي ډول د اختر په ورځو کې پاکستان له اوربنده په سرغړونه تورن کړی، خو پاکستان دغه راپورونه رد کړي دي.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) په یو بیان کې ادعا کړې چې یکشنبه د حمل ۲مه هم پاکستاني ځواکونو د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې په ولسي خلکو راکټي حمله کړې چې له امله یې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
له دې وړاندې د مارچ په ۱۹مه د کوچني اختر په لومړۍ ورځ هم د کونړ ناړۍ ته څېرمه برېکوټ ته نږدې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د یوې ډاکترې او د هغې د څلور کلن زوی د وژل کېدو راپورونه ورکول شوي وو.
په همدې حال کې د کړکېچ نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو زیاتوالی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله او خطرناکه تاوتریخوالي احتمال زیاتوي.
دغه ډلې په خپل وروستي راپور کې چې د مارچ په ۲۲مه د دوی پر اېکس پاڼه خپور شوی، ویلي چې د دغه نښتو له امله د کرښې په اوږدو کې له سل زره ډېر کسان بې کوره شوي او دواړه هېوادونه له زیاتېدونکو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخامخ دي.
د کړکېچ نړیواله ډله باور لري چې که نښتې دوام وکړي، نه یوازې د ملکي وګړو تلفات به لا زیات شي، بلکې د سیمې ثبات به هم له جدي ګواښ سره مخامخ شي.
که څه هم پاکستان د اوربند د غځېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۲۳مه د پاکستان د ملي ورځې په مناسبت په خپل یو پیغام کې وویل چې د افغانستان دننه پوځي عملیات "د ترهګرۍ پر ضد زموږ د ملي عزم نښه ده او موږ به هېڅکله اجازه ورنه کړو چې زموږ د هېواد سولې او امنیت ته زیان ورسېږي."
د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم د همدې ورځې په مناسبت یو بیان کې چې په اېکس پاڼه یې خپور شوی ادعا کړې چې هېواد یې په «قاطع ډول» د ترهګرۍ د پدیدې د له منځه وړلو لپاره ژمن دی او د افغانستان په خاوره کې دننه بریدونه هم د همدې ژمنې یوه برخه ده.
نوموړي ویلي تحریک طالبان پاکستان او د پلوڅو ازادي غوښتونکې هغه ډلې یادې کړې چې د پاکستان لپاره ګواښ دی.
پاکستان تور پورې کوي چې دغه ډلې په افغانستان کې خوندي ځایونه لري، خو د طالبانو حکومت په وار وار دغه ادعاوې رد کړي او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاونډي پر ضد نه استعمالېږي.