د نوي ښوونیز کال په درشل کې لا هم میلیونونه افغانې نجونې له زده کړو محرومې دي
د افغانستان په سړو سیمو کې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پیل په درشل کې لا هم میلیونونه افغانې نجونې د زده کړو له دوام بې برخې دي.دغه نجونې وايي دې وضعیت ناهیلې کړي او غوښتنه کوي چې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو ممانعت باید لیرې کړای شي.یو شمېر فعالان خصوصا د نجونو د زده کړو د حق په تضمین ټیګار کوي.