وچکالۍ ته اندیښنې، د اوبو کموالي د خلکو ورځنی ژوند ګډوډ کړی
په افغانستان کې د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د کمښت په اړه اندیښنې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.دې ترڅ کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې پرون د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه راپور کې وویل چې " افغانستان کې اوبو ته لاسرسی په سختېدو " دی.د چارو پوهان د اوبو د کمښت اندیښنې پر ځای بولي.