کراچۍ کې د ودانۍ نړېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي
د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د يوې ودانۍ د نړېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.د کراچۍ جنوبي ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) جاوېد نبي کوسو رسنیو ته وویل چې پېښه د فبرورۍ پر ۱۹مه سهار شاوخوا څلور بجې په سولجر بازار سیمه کې شوې ده.
د نوموړي په وینا، په ودانۍ کې له سوري پایپه د ګیس (ګاز) جمع کېدو له امله چاودنه وشوه چې په نتيجه کې یې د استوګنې درې پوړیزه ودانۍ ونړېده.
د مرستندويه او ژغورنې چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) د عملياتو مشرې کوونکې نشا علي د فبرورۍ پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې تر دې دمه يې د نړېدلې ودانۍ له ملبې څخه ۱۶ مړي ايستلي دي چې يوشمېر ماشومان او ښځې هم پکې شاملې دي.
نوموړې وېره څرګنده کړه چې ښایي نور کسان هم تر ودانۍ لاندې وي چې د ژغورنې هڅه یې روانه ده.
د نشا علي په وينا، په هغه ودانۍ کې شاوخوا ۱۰ کورنۍ اوسېدلې.
هغې زياته کړه چې په پېښه کې ۱۳ کسان ژوبل شوي هم دي چې روغتونونو ته یې لېږدولي دي.
د کراچۍ تر څنګ د پاکستان په مختلفو سیمو کې تر دې مخکې هم د استوګنې او سوداګریزو ودانیو او کارخونو کې دا ډول پېښې شوې دي چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د روان کال د جنورۍ پر ۱۹مه د جنوبي ضلعې په ګل پلازا کې د اورلګېدو له وجې د ودانۍ یوه برخه ونړېده چې پکې
دا په کراچی کې د ودانيو نړېدو لومړی پېښه نه ده. تر دې وړاندې، د روان ۲۰۲۶ز کال د جنورۍ پر ۱۷مه هم د کراچۍ د جنوبي ضلعې په ګول پلازا کې د اور لګېدو له امله د هغې ودانۍ یوه برخه ونړېده.
د اور لګېدنې په هغه پېښه کې ۷۸ کسان وژل شوي ول. د سیند حکومت د هغې پېښې د پلټنو لپاره عدالتي کمېشن جوړ کړی دی.
تر دې وروسته د جنورۍ پر ۲۴مه د لاهور په یو هوټل کې اورلګېدنې درې تنه ووژل او نهه یې ټپي کړل.