اوچا: په افغانستان کې نژدې ۱۶ ملیون کسان اوبو او حفظ الصحې ته د لاسرسي لپاره لاسنیوي ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې به په افغانستان کې ۱۵،۹ میلیونه کسان اوبو او حفظ الصحې ته د لاسرسي لپاره مرستو ته اړتیا ولري.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د یکشنبې په ورځ (۱۲ دلو) په اېکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي، چې د دغو کسانو د لاسنیوي لپاره ۱۶۳،۳ میلیونه ډالره بودجې ته اړتیا ده.
په بیان کې زیاته شوې چې د کډوالو پراخې بېرته ستنېدنې، وچکالي، ناروغۍ لکه کولرا، او همدارنګه سېلابونه او زلزلې اوبو او حفظ الصحې ته لاسرسی اغېزمن کړی دی.
اوچا همدارنګه ویلي چې د ټول افغانستان د ارزونې له مخې، تېر کال ۸۵ سلنه کورنیو لږ تر لږه یو چاپېریالي خطر تجربه کړی، حال دا چې دا شمېره په ۲۰۲۴ کال کې ۶۷ سلنه وه.
اوچا زیاتوي چې هغه کورنۍ چې د څښاک او حفظ الصحې لپاره اوبو ته لومړیتوب ورکوي، له ۲۶ سلنې څخه ۳۷ سلنې ته لوړې شوې دي.
سره له دې چې په افغانستان کې د اوبو د کمښت په اړه اندېښنې شته، خو په وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د واورو او بارانونو ورښت د وچکالۍ د کمېدو په اړه هیلې پیدا کړې دي.
د چاپېریالي چارو کارپوه وحیدالله صدیقي له راډیو ازادۍ سره په خبرو کې د وروستیو ورښتونو په اړه وویل: "داچې په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه واوره ورېدلې ده او اوبه د ژوند او چاپېریال یوه اساسي سرچینه ده چې د واورو او باران له لارې برابرېږي، زما په اند دا نه یوازې په افغانستان، بلکې هغو هېوادونو کې هم چې له افغانستانه اوبه ور بهېږي، مثبت اغېز لرلی شي او په ټوله کې پر چاپېریال ښه اغېز کوي."
له بلې خوا، د اوبو او چاپېریالي چارو کارپوه نجیب الله سدید وايي چې افغانستان له تروخت مخکې تودوخې سره مخ دی، چې د هغه په اند دا به د دې هېواد لپاره ناوړه پایلې ولري. "د افغانستان د واورو پوښښ چې د دې هېواد شاوخوا اویا سلنه د اوبو سرچینې جوړوي، کېدای شي د له وخته مخکې تودوخې له امله ژر وېلې شي چې ورسره به سېلابونه راووځي. دا اوبه به مخکې له دې چې د کرنې فصل پیل شي، له افغانستانه وځي. له بلې خوا، دا چاره د خاورې پر رطوبت هم ناوړه اغېز لري؛ د خاورې رطوبت له منځه ځي، او کله چې له پسرلي نه مخکې رطوبت کم شي، پر څړځایونو هم منفي اغېز کوي. پردې سربېره په افغانستان کې پر کرنه، په ځانګړي ډول پر للمي کرنه، هم ناوړه اغېزې لرلی شي."
د آسیا لپاره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د جدي میاشتې په وروستیو کې ویلي وو چې په افغانستان کې له ۲۱ میلیونو څخه زیات کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د شمېرو له مخې، په افغانستان کې له هرو ۱۰ کسانو څخه ۸ تنه ککړې یا ناپاکه اوبه څښي. یونیسف مخکې خبرداری ورکړی و چې که بیړني اقدامات ونه شي، کابل ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د ترځمکې لاندې اوبو ټولې سرچینې له لاسه ورکړي.