په امریکا کې وروستیو سختو واورو او سړې هوا تر اتلسو زیات کسان وژلي دي
په امریکا کې وروستیو سختو واورو او سړې هوا تر اتلسو زیات کسان وژلي دي.د نړیوالو اژانسونو د راپورونو له مخې، د واورې توپان په بیلابیلو ایالتونو کې میلیونونه کسان اغیزمن کړي دي.د دغو راپورونو له مخې، په ټکساس ایالت د موټرو د ښوییدو په پېښه کې درې کسان وژل شوي دي.د جرمني خبري اژانس د نیویارک ښارول زوهران ممداني په حواله راپور ورکړی چې په دې ښار کې پنځه کسان د یخې هوا له کبله مړه شوي دي.راپورونه وايي، د ټکساس او نیویارک سربیره په میشګین او لوییزیانا ایالتونه کې هم خلکو ته مرګژوبله اوښتي ده.له تیرو څو ورځو راهیسې د امریکا په ډیر ایالتونو کې سخته واوره شوي ده.د واورې دغه توپان د مرګژوبلې سربیره، د ګڼو کورونو او فابریکو برېښنا پرې کړې او له زرو ډیر نړیوال پروازونه يې لغوه کړې ده.د امریکا د هوا پیژندنې ملي ادارې په راتلونکو ورځو کې د لا زیاتو واورو د وریدو اټکل کړی دی.