ډبلیو ایچ او: په افغانستان کې په ډسمبر میاشت کې د بیلابیلو ناروغیو له امله ۳۶۶ کسان مړه شوي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي په تېره دسمبر میاشت کې په افغانستان کې د بیلابیلو ناروغیو له امله له درې نیم سوه ډېر کسان مړه شوي دي. د دې سازمان په راپور کې راغلي، چې د دې کسانو ډېره برخه د شدیدو تنفسي او سینه بغل ناروغیو له امله مړه شوي دي. په همدې حال کې یو شمېر افغانان وايي د هوا د سړې څپې له امله یې ناروغان په سینه بغل اخته شوي خو د اقتصادي ستونزو او روغتیايي اسانتیاوو د نه موجودیت له امله یې د درملنې توان نه لري.
د ژمې په سختېدو سره په افغانستان کې د بیلابیلو موسمي ناروغیو له امله د مړینې د سلګونو پېښو خبر ورکړل شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو، ایچ، او ) ویلي په خپل یو راپور کې چې یکشنبه د جنورۍ ۲۵مه یې خپور کړی ویلي، د ۲۰۲۵ کال کل د دسمبر په میاشت کې په افغانستان کې د بیلابیلو ناروغیو له امله لږ ترلږه ۳۶۶ کسان مړه شوي دي.
په راپور کې د ډېری دې مړینو لامل تنفسي ناروغۍ او سینه بغل ناروغۍ بلل شوي چې د ژمې په سختېدو سره یې پېښې په ټول افغانستان کې مخ په ډېرېدو دي.
د راپور په ټکو په دسمبر کې د تنفسي ناروغیو د ۱۸۳ زره ۳ سوه مثبتو پېښو له امله د مړینو شمېر ۳۵۲ کسان وو، او دا شمېر د نومبر د میاشتې په پرتله ۲۴ سلنه زیاتوالي ښيي.
په نومبر میاشت کې د تنفسي ناروغیو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۴۸ کسان راپور شوی وو.
سړه هوا او روغتیایي خدمتونو ته محدود لاسرسی د مړینې د دې کچې د لوړېدو اصلي لاملونه بلل کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان دغه شان ویلي چې د دسمبر په میاشت کې د شري له امله ۱۰، د شدیدې نس ناستې له امله ۳ او د کانګو ناروغۍ له امله یو کس مړ شوی دی.
په راپور کې که څه هم د نومبر په پرتله د ډینګې تبې، ملاریا، کویډ-۱۹ او د شدید نس ناستي په پېښو کې کموالی راغلی خو مخکې د روغتیا نړسوال سازمان په ګډون یو شمیر نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی و چې د تنفسي ناروغیو چټک زیاتوالی په ځانګړي د ماشومانو، ډېر عمر لرونکو او بې ځایه شویو کورنیو لپاره یو جدي ګواښ دی .
یو شمېر افغانان هم وايي چې په وروستیو کې د هوا له سړېدو سره د دوی په سیمو کې تنفسي ناروغۍ زیاتې شوي دي چې له امله یې د دوی د کورنۍ ځینې غړي هم مړه شوي دي.
د بغلان ولایت پلخمرۍ ولسوالۍ د ډنډ غوري سیمې اوسېدونکي عبدالله احمدزي ازادي راډيو ته وویل:
"سینه بغل خو ډېر زیات شوی دی، ځکه هوا ډېره سخته سړه ده، هر کور کې یو یا دوه کسان حتما په دې ناروغۍ اخته دي، تقریبا میاشت مخکې زما د کاکا یو زوی چې ۷ کاله عمر یې لرلو د سخت سینه بغل نه مړ شو، شخصي روغتون ته د تګ پیسې یې پلار نه لرلې او دولتي روغتونونو کې امکانات نشته، بل اخره بې چاره مړ شو، دلته بې وزلي زیاته ده، خلک یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران دي نو ناروغانو ته به یې له کومه کړي"
د غزني ولایت د مرکز یوه اوسېدونکي محمد اعظیم ازادي راډيو ته وویل چې سخته یخني لامل شوې چې په ماشومانو او لویانو کې د سینه بغل ناروغي زیاته شي.
هغه ازادي راډيو ته وویل:
"په غزني کې د یخنې ډېره سړه څپه روانه ده، په ماشومانو او په لویانو کې د سینه بغل ناروغي ډېره زیاته شوې ده، دلته بیا هغه کسان چې تازه له پاکستانه راستانه شوي او په پنډغالو کې اوسیږي تر نورو ډېر زیانمن دي، ځکه دوی هیڅ ډول امکانات نه لري."
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسي د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې سختې واورې او بارانونه شوي او هوا یې سړه کړې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د ژمې له سختېدو سره سم د موسمي ناروغیو له امله د مړینې د مخنیوي لپاره د دوامداره ملاتړ غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان له دې د تېرې دسمبر په وروستیو کې دا هم ویلي وو چې په ۲۰۲۵ سخت مالي کسر له امله د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ۴۴۵ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه یا ځنډول شوي او یا هم په بشپړ ډول تړل شوي دي چې له امله یې لږ تر لږه ۳ عشاریه ۷۹ میلیونه خلک اغیزمن شوي دي.