امریکا کې درنو واورو او سړې هوا لږ تر لږه لس کسان مړه کړي
په امریکا کې د سختې واورې او سړې هوا له امله لږ تر لږه لس کسان مړه شوي.له دې ډلې پنځه تنه په نیویارک او دوه تنه په لویزیانا کې د سړې هوا او هایپوټرما یا د بدن د حرارت د ډېر کمښت په سبب او دری تنه په ټکساس کې د موټر د ښوییدو په پېښه کې مړه شوي.د امریکا په اکثرو سیمو په تېره جنوبي ایالتونو کې له څو ورځو راهیسې سختې واورې شوي او ورسره هوا سړه شوې ده.له دې امله د یکشنبې له شپې د شاوخوا اتو لکو کورونو برېښنا پرې شوې او د هوايي شرکتونو زرګونه الوتنې لغوه شوي دي.د امریکا د هواپېژندنې ملي ادارې امریکایانو ته راتلونکو ورځو کې د لا زیاتې سړې هوا او واورې ورېدو خبرداری ورکړی.