ولی یوشمیر کسان اوس هم شکسته بند ته مراجعه کوي ؟
په داسې حال کې نړۍ کې عصري طب ورځ بلې ته د پرمختګ په حال کې دی، یو شمېر افغانان لا هم دودیز طب یا شکسته بند ته مراجعه کوي.
دوی وايي ډېری وخت د هډوکو د ماتېدو، درد او د بدن د غړو وتلو لپاره شکست بند یا د دوی په خبره د سنتی طب ماهرینو ته مراجعه کوي چې ځینو ته ګټور خو ځینو ته په تاوان اوښتي دي.