چین د طالبانو له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د چینايي وګړو امنیت تامین کړي
چین د طالبانو له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د چینايي وګړو امنیت تامین کړي.د چین د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبې د (جنوري۲۰مه) ویلي،"بجینګ په فوري توګه له افغان چارواکو غواړي چې د پرونۍ برید ټپیانو د درملنې لپاره لازم اقدامات وکړي او د چینايي وګړو د امنیت د تامین په موخه ځانګړي تدابیر ونیسي".بل پلو، چین خپلو اتباع ته خبرداری ورکړی چې افغانستان له سفر کولو ډډه وکړي. پرون دوشنبې د کابل د شهرنو په ګلفروشۍ کوڅه کې د چینایانو پر یوه رستورانت برید وشو چې ۷ کسان په کې وژل شوي او شاوخوا شل نور په کې ټپیان شول. داعش وسله والې ډلې د برید مسولیت منلی دی.