په شهرنو کې چاودنې ځینو کسانو ته مرګژوبله اړولې
نن د کابل په شهرنو سیمه کې یوې چاودنې ځینو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې چاودنه د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د شهرنو ګلفروشي کوڅې په یوه هوټل کې شوې او تلفات یې اړولي دي. هغه لیکلي چې د چاودنې د نوعیت په اړه پلټنې روانې دي.مخکې د طالبانو په حکومت کې یوې بلې معتبرې سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم د نه خپرېدو غوښتنه وکړه، ازادي راډیو ته تایید کړه چې ښايي پېښه د ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوې وي.د سرچینې په وینا، چاودنه، چې د کابل په وخت شاوخوا ۳:۰۰ بجې شوې، یو شمیر خلک پکې مړه او ټپیان شوي دي.دغه طالب چارواکي نور جزییات ورنه کړل. تر اوسه پورې، هیڅ چا یا ډلې د پیښې مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.ګڼو کورنیو رسنیو کې د دې چاودنې اړوند ویډیوګانې او عکسونه هم خپاره شوي.