د افغانستان د نولس کلنو لوبغاړي نن له ویسټ اندیز سره لوبه لري
د افغانستان د نولس کلنو د کرکټ ملي ټیم نن په نړیوال جام کې له ویسټ اندیز سره مخ دی.د دوی لوبه د نامیبیا په وینډهوک کې پلان شوې چې تمه ده د افغانستان په وخت د غرمې دولس بجې پيل شي.دا لوبه د نولس کلنو د کرکټ د نړیوال جام په ډي ګروپ کې ده.په دغه ګروپ کې په افغانستان او ویسټ اندیز سربېره د جنوبي افریقا او تانزانیا ملي ټيمونه هم شامل دي.افغانستان او ویسټ اندیز خپلې دواړه لومړۍ لوبې ګټلي.افغانستان د جمعې په ورځ د نولس کلنو په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د ویسټ اندیز په وړاندې وګټله.د نولس کلنو د کرکټ نړیوال جام د زمبابوې او نامیبیا په کوربه توب د شپاړسو ټیمونو په ګډون پيل شوی.